تازه خبرونه ۲۰ جون ۲۰۲۶

د ښځو شل اوریز نړیوال جام: بنګله دېش پاکستان ته هم ماتې ورکړه

ساوتهمپټن (سپورټس ډیسک) د آی سي سي د ښځو شل اوریز نړیوال جام ۲۰۲۶ د ګروپي پړاو په سیالۍ کې بنګله دېش د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلې ته د ۲۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه، چې له دې سره د پاکستان لوبډلې په روان ټورنمنټ کې درېیمه پرله‌پسې ماتې وخوړه. د ۱۲۴ منډو هدف په تعقیب کې پاکستانۍ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۰ منډې جوړې کړې. د پاکستان له لوري منیبه علي او ګل فیروزه د لومړۍ ویکټې لپاره ۴۹ منډې جوړې کړې او لوبډلې ته یې ښه پیل ورکړ، خو منځني کتار ونه توانېد چې دغه برلاسی دوامدار وساتي. منیبه علي ۲۵ او ګل فیروزه ۲۳ منډې وکړې، په داسې حال کې چې عایشه ظفر ۱۱ او لوبډلمشرې فاطمه ثنا ۱۰ منډې جوړې کړې. د بنګله دېش له خوا سنجیده اختر او ناهیده اختر درې، درې ویکټې ترلاسه کړې. تر دې وړاندې بنګله دېش د پچې تر ګټلو وروسته لومړی بیټینګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې یې د ۶ ویکټو په زیان ۱۲۳ منډې جوړې کړې. شورنا اختر د ۳۹ ناسوځېدلو منډو غوره لوبه وکړه، نګار سلطانه ۳۶ او سبحانه مستري ۲۲ منډې جوړې کړې. د پاکستان له لوري فاطمه ثنا دوه ویکټې واخیستې، په داسې حال کې چې سعدیه اقبال، تسمیه رباب، نشره سندهو او طوبی حسن یوه، یوه ویکټه ترلاسه کړه. د یادونې وړ ده چې پاکستانۍ لوبډلې تر دې وړاندې د هند او سویلي افریقا پر وړاندې هم خپلې سیالۍ بایللې وې.