کوټه(وېب نیوز)قلعه سیف الله کې د پشتونخوا نیشنل عوامي ګوند د انجینرنګ او آرکیټیکچر فورم اعلان کړی چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به د فورم مرکزي کانګرس ترسره شي، چې پکې به د ډیموکراټیکو او شفافو ټاکنو له لارې نوې مشرتابه او چارواکي وټاکل شي. د اعلامیې له مخې په دې تنظیمي غونډه کې انجینیران، آرکیټیکټان، ټاون پلانران او د بېلابېلو تخنیکي برخو متخصصین په پراخه کچه ګډون کړی و، چې پکې د تنظیمي چارو، راتلونکي لائحې او د مسلکي کسانو د رول په اړه تفصیلي بحث وشو. فورم د ملي شهید عثمان خان کاکړ د پنځمې تلین په مناسبت په جوړ شوي لوی جلسې کې د ګډون کوونکو ټولو کسانو ته د درناوي پیغام وړاندې کړ او وویل چې د هغه مبارزه د جمهوریت، د آئین بالادستۍ او بشري حقونو لپاره یوه روښانه لار ده. فورم له ټولو انجینیرانو، آرکیټیکټانو، ټاون پلانرانو او زده کوونکو څخه غوښتنه کړې چې د مرکزي کانګرس د تیاریو لپاره چمتووالی پیل کړي او د تنظیم په لا پیاوړتیا کې خپل رول ولوبوي.
