مقامی ۲۱ جون ۲۰۲۶

د قلعه سیف الله کې د استخباراتي ادارو بریالۍ عملیات، د ظفرالله شاهیزي کیس دوهم شریک ملزم ونیول شو

کوټه(وېب نیوز)قلعه سیف الله کې د قانون نافذ کوونکو ادارو له لوري یو مهم پرمختګ شوی او د ظفرالله شاهیزي په قضیه کې مطلوب دوهم شریک ملزم هم نیول شوی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په ځانګړو عملیاتو کې ملزم محمود خان ولد داد خان، د موسیٰ خېل قوم، د موسیٰ خېل اوسېدونکی ونیول شو. پولیس وایي د خفيه معلوماتو له مخې د ملزم د موجودګۍ تصدیق شوی و او د ځانګړې ډلې له خوا په وخت عملیات ترسره شول. د ایس ایچ او قلعه سیف الله په وینا په دې عملیاتو کې د استخباراتو ادارې (آی بي) قلعه سیف الله تخنیکي او استخباراتي مرسته کړې، چې له امله یې د ملزم نیول ممکن شول. پولیسو ویلي چې له نیول شوي ملزم څخه پلټنې روانې دي او د قضیې بېلابېل اړخونه څېړل کېږي، ترڅو ټول حقایق روښانه شي، او ټینګار یې کړی چې په ولسوالۍ کې د جرمونو پر ضد عملیات به روان وي.