مقامی ۲۳ جون ۲۰۲۶

د کوټې د ترهګرۍ ضد محکمې ماه رنګ بلوچ ته د عمر بند سزا واوروله

کوټه (وېب نیوز) د ترهګرۍ ضد محکمې کوټې د بلوچ یووالي کمېټې مشرې او ته د ګوادر د یوه امنیتي سرتېري د وژنې په قضیه کې د عمر بند سزا واوروله. د دواړو مشرانو محاکمه د کوټې له ضلعي زندان څخه د انلاین طریقې له لارې ترسره شوې وه. د مقدمې له مخې د . د احتجاج پر مهال په ګوادر کې یو امنیتي سرتېری د ډبرې د لګېدو له امله مړ شوی و او په همدې قضیه کې ماه رنګ بلوچ او صبغت الله نومول شوي وو. محکمې د وړاندې شویو شواهدو او دلایلو پر بنسټ دواړو ته د عمر بند سزا واوروله.