مقامی ۲۳ جون ۲۰۲۶

د کوټې لکپاس کې د کسټم په تحویل کې د مال سوځېدو پېښې مشکوکې او د فساد ښکاره بېلګه ده، پښتونخوا میپ

کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند ویلي چې د کوټې په لکپاس او ډیره اسماعیل خان کې د کسټم چارواکو په تحویل کې د ضبط شویو توکو د اورلګېدنې پېښې ډېرې مشکوکې او د جدي څېړنو وړ دي. د ګوند په مرکزي اعلامیه کې ویل شوي چې ولس او تاجر ټولنه دا پوښتنه په حقه کوي چې په سرکاري تحویل کې موجود اربونو روپیو مال څو ساعتونو کې څنګه د موټرو سره یو ځای سوځي او خاورې کېږي. په بیان کې ویل شوي چې د دې پېښو تر شا د مالي بې‌نظمیو پټولو هڅه شوې او د حقایقو د څرګندېدو مخه نیول شوې ده، او د ډیرو اسماعیل خان پېښه هم د لکپاس پېښې په څېر بې له شفافو څېړنو پاتې شوې ده.ګوند د کسټم او نورو ادارو له خوا پر لویو لارو د غیر قانوني چیک پوسټونو له لارې د خلکو او کاروباریانو ځورول، د موټرو بې‌ځایه تلاشي، د ډیزلو ایستل او رشوت اخیستل هم غندلي دي. په بیان کې ویل شوي چې د حکومت چوپتیا د خلکو باور زیانمنوي او کاروبارونه سخت اغېزمن کوي. پښتونخوا میپ له وفاقي حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه کړې چې د دواړو پېښو بشپړه، بې‌طرفه او عدلي څېړنه وکړي او زیانمنو سوداګرو ته تاوان ورکړي.