مقامی ۲۳ جون ۲۰۲۶

د کوټې، بلوچستان ستونزې یوازې په بیاناتو نه حل کېږي، د کورنیو چارو وزیر سفر یوازې تر غونډې محدود و، عادل بازئي

کوټه (ویب نیوز) د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړي ویلي چې د بلوچستان د امنیت، انرژۍ بحران او بې روزګارۍ ستونزې یوازې په خبرو نه حل کېږي بلکې عملي ګامونو ته اړتیا ده. هغه په قومي اسمبلۍ کې د وینا پر مهال د وفاقي کورنیو چارو وزیر د کوټې د وروستي سفر په اړه نیوکه وکړه او ویې ویل چې هغه یوازې هوايي ډګر ته راغی، په غونډه کې یې ګډون وکړ او بېرته ستون شو.هغه وویل چې په کوټه او شاوخوا سیمو کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې شته او د برېښنا اوږدې پرچاوۍ، بې روزګاري او د اساسي خدماتو کمښت د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي. د هغه په وینا کیسکو له خوا ۸ تر ۱۰ ساعتونو پورې لوډشیډنګ عام شوی چې کاروبار، تعلیم او روغتیا یې اغېزمن کړي دي.عادل بازئي وویل چې د ځوانانو بې روزګاري یوه جدي ستونزه ده او که صنعت، تعلیم او پانګونې ته پاملرنه وشي نو وضعیت ښه کېدای شي. هغه ټینګار وکړ چې د بلوچستان ولس پرمختګ او سوکالي غواړي، نو وفاق او صوبایي حکومت باید ګډه اوږدمهاله تګلاره جوړه کړي.