تازه خبرونه ۲۳ جون ۲۰۲۶

د مذاکراتي پلاوي کار بشپړ شو، تخنیکي ډلې به ټول اوونۍ کار کوي، ایران

زیورخ (ویب نیوز) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په سویس کې د لوړې کچې مذاکراتو لومړنی پړاو بشپړ شوی، خو تخنیکي ډلې به خپل کار د راتلونکې اوونۍ تر پایه جاري وساتي.نوموړي ویلي چې د مذاکراتو په اړه ګډ اعلامیه د قطر او پاکستان په مرسته خپره شوې، چې پکې د ځینو عملي او تخنیکي موضوعاتو په اړه پرمختګونه ثبت شوي دي. د هغه په وینا د هرمز تنګي کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ لپاره د یو میکانیزم جوړولو پر سر ابتدايي موافقه شوې ده.ایراني چارواکي وايي چې د اعتماد جوړونې او د فریقینو د مسوولیتونو د عملي کولو په اړه هم پرمختګ شوی، خو ځینې تخنیکي مسایل لا پاتې دي چې پرې کار دوام لري.یادونه کېږي چې دا مذاکرات د سویس په برګن سټاک سیمه کې ترسره شول، چې پکې د ایران او امریکا استازو برخه اخیستې وه او پاکستان او قطر یې تسهیل کوونکي وو.