سوراب (وېب نیوز) د سوراب ولسوالۍ په ګدر سیمه کې نامعلومو وسلهوالو د ریسکیو ۱۱۲۲ له مرکز څخه امبولانس وړی دی. د خبر له مخې، د پېښې پر مهال د مرکز د امنیت لپاره پولیس سرتېري موجود وو، خو دولتي وسلې ورسره نه وې. ځايي سرچینې ادعا کوي چې د امنيتي وضعیت له امله له تېر یوه کال راهیسې د ګڼو پولیسو سرتېرو دولتي وسلې بېرته اخیستل شوې او په تاڼو کې ساتل شوې دي. خلکو د پېښې په اړه اندېښنه ښودلې او د بلوچستان له پولیسو مشر او اړوندو چارواکو یې د امبولانس د بېرته ترلاسه کولو، د تورنو کسانو د نیولو او د غفلت د مسؤلینو پر ضد د اقدام غوښتنه کړې ده.
