مقامی ۲۳ جون ۲۰۲۶

د صوبایي بجټ کې د ولس لپاره حقیقي اسانتیاوې یا لویې پروژې نشته، جې یو آی کوټه

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علماء اسلام ضلع کوټې مشران ویلي چې په صوبایي بجټ کې د ولس لپاره کوم څرګند ریلیف یا لوی پرمختیایي پروژې نه دي شاملې شوې.په ګډ بیان کې ویل شوي چې په بجټ کې یوازې محدود اعلانونه شوي، لکه د جوماتونو لپاره سولر سیستم، خو د ولس اساسي ستونزو د حل لپاره کومه عملي تګلاره نه ښکاري.مشرانو ویلي چې بې روزګاري، د څښاک پاکو اوبو نشتوالی، د روغتیا خراب وضعیت او د تعلیم کمزوري نظام د خلکو ستونزې زیاتې کړې دي، او په روغتونونو کې ناروغان لا هم خپلې درملنې په خپله پیسې اخلي.د بیان له مخې د ګاز او برېښنا اوږدې پرچاوۍ او لوړې بلونه د خلکو ژوند سخت کړی دی. هغوی له حکومت غوښتنه کړې چې ژر تر ژره د ولسي ستونزو د حل، روزګار او اساسي خدماتو د ښه کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.