مقامی ۲۳ جون ۲۰۲۶

سیټلایټ ټاون کې د ورځې په رڼا کې مدرسې ته تلونکې نجلۍ د تښتولو هڅه، ویډیو په سوشل میډیا کې خپره شوه

په کوئټه سیټلایټ ټاون کې د ورځې په رڼا کې مدرسې ته تلونکې یوه ځوانه نجلۍ د تښتولو ناکامه هڅه شوې ده، چې د سي سي ټي وي ویډیو یې په سوشل میډیا کې خپره شوې ده. په ویډیو کې ښکاري چې نجلۍ د معمول له مخې مدرسې ته روانه وه چې نامعلومو کسانو د زور له لارې د هغې د تښتولو هڅه وکړه، خو د نجلۍ د مقاومت او نورو عواملو له امله بریدګر له ځایه وتښتېدل. د پېښې وروسته په ولس کې سخت اندېښنه خپره شوې او خلکو له پولیسو غوښتنه کړې چې د ویډیو له لارې د مجرمانو پېژندنه ژر تر ژره وکړي او هغوی د قانون منګولو ته وسپاري، تر څو د ښځو د خوندیتوب لپاره مؤثر اقدامات وشي.