کوټه (ویب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سپېره راغه سړک د رغنیزې پروژې د بودیجې د ضایع کېدو پر احتمال اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت او اړوندو ادارو یې غوښتي چې د جون تر ۳۰مې نېټې مخکې دې فنډونه سمدستي خوشې کړي. د ګوند په بیان کې ویل شوي چې د بودیجې کمښت او نورو ستونزو له امله د سړک رغنیز کارونه له ځنډ او سستۍ سره مخ دي، همدارنګه د ساختماني کمپ د ماشینرۍ د سوځولو پېښه یې هم غندلې ده. بیان زیاتوي چې د دې مهمې لارې پر وخت بشپړېدل به د سیمې خلکو، مسافرو او ټرانسپورټرانو ته اسانتیاوې برابرې کړي. ګوند غوښتنه کړې چې د پېښې عاملین دې قانون ته وسپارل شي، د زیانونو تاوان دې ورکړل شي او د سړک د معیاري او پر وخت بشپړېدو لپاره دې ټول خنډونه لرې کړل شي۔
