کوئټه(ویب نیوز) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي سره د سې شنبې په ورځ صوبایي وزیرانو، پارلماني سیکرټرانو، د صوبایي اسمبلۍ غړو، حکومتي چارواکو او بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو جلا جلا لیدنې وکړې، چې پکې د صوبې پر عمومي سیاسي وضعیت، د پرمختیایي پروژو پر پرمختګ، د ولسي ستونزو پر حل او د ښه حکومتولۍ پر ترویج تفصیلي خبرې وشوې. په لیدونکو کې د بېلابېلو صوبایي وزیرانو او سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو ترڅنګ هغه هاغه زده کوونکې ماه نور بلوچ هم شامله وه چې د سي ایس ایس په ازموینه کې یې د ټاپ ټین غوره پوزیشن ترلاسه کړی و. وزیراعلیٰ د هغې دغه لویه بریا د بلوچستان لپاره ویاړ وباله، هغه یې وستایله او سوینیر یې ورته ډالۍ کړ. هغه وویل چې ماه نور بلوچ غوندې تکړه ځوانان د صوبې روښانه راتلونکی دي او د دوی بریا د نورو زده کوونکو لپاره د لارې مشعل ده. وزیراعلیٰ زیاته کړه چې صوبایي حکومت ځوانانو ته د تعلیم، سیالۍ ازموینو او مسلکي پرمختګ لپاره هر ممکن اسانتیاوې برابروي او د میرټ، شفافیت او مساوي فرصتونو پالیسۍ ته ژمن دی.
