مقامی ۲۳ جون ۲۰۲۶

په قلات کې مسلح کسانو د کوټه–کراچۍ پر لویه لاره حکومتي قراردادي له درې ساتونکو سره تښتولی، سیمه کې وېره خپره شوې

په قلات کې د کوئټه–کراچۍ په لویه لاره وسله والو کسانو حکومتي قراردادي ثناالله بهراني له خپلو درې امنیتي ساتونکو سره تښتولی او نامعلوم لوري ته یې بیولی دی. د معلوماتو له مخې، دغه کسان هغه مهال ودرول شول کله چې له خپلو کارکوونکو سره په سفر بوخت وو، وسله والو هغوی د ټوپک په زور یرغمل کړل او ټول یې له ځان سره بوتلل. د پېښې وروسته په سیمه کې سخت ویره خپره شوې او امنیتي ادارو د تښتول شویو کسانو د ژغورنې لپاره عملیات پیل کړي دي.