اسلام آباد (وېب نیوز) د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د قومي اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې د څلورو صوبو له لوري ورکړل کېدونکې فدرالي مرستې به د دفاع او نورو مهمو ملي چارو لپاره ولګول شي. نوموړي وویل چې په دې برخه کې د صوبو رول د ستاینې وړ دی او دا د ملي یووالي څرګنده بېلګه ده. اسحاق ډار د سیمې د سولې لپاره د وزیراعظم او فیلډ مارشل هڅې وستایلې او ویې ویل چې پاکستان لومړنی هېواد و چې پر ایران یې د برید غندنه وکړه او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره یې فعاله سفارتي هڅې ترسره کړې. هغه زیاته کړه چې د پاکستان د هڅو په پایله کې موقتي اوربند ممکن شو او له ۴۷ کلونو وروسته د ایران او امریکا ترمنځ مستقیم مذاکرات ترسره شول چې پاکستان پکې د منځګړي رول ادا کړ. نوموړي وویل چې د فبرورۍ له ۲۸مې وروسته یې د ۵۲ هېوادونو له چارواکو سره اړیکې نیولې دي او نن پاکستان په نړۍ کې د سولې جوړونکي هېواد په توګه یادېږي. هغه دا هم وویل چې د اوربند وروسته د تیلو بیې راټیټې شوې او د هرمز تنګي د بندېدو پر مهال حکومت د ټرانسپورټ سکتور ته سبسډي هم ورکړې وه.
