اسلام آباد (وېب نیوز) د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف د قومي اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې اپوزېسیون باید د تېر وخت سیاسي اختلافات او تېروتنې هېرې کړي او د میثاقِ جمهوریت د روحیې له مخې د جمہوري نظام د پیاوړتیا لپاره ګډ کار وکړي. نوموړي وویل چې په تېر وخت کې مسلم لیګ (ن) او پیپلز پارټۍ دواړو تېروتنې کړې وې، خو وروسته یې د میثاقِ جمهوریت له لارې خپلې اړیکې ښې کړې او د جمہوریت د دوام لپاره یې هڅې وکړې. خواجه آصف وویل چې د پارلمان وقار ساتل د هر غړي مسؤلیت دی او د جمہوري دودونو پیاوړتیا د وخت مهمه اړتیا ده. هغه پر تحریک انصاف نیوکه وکړه او ویې ویل چې اساسي قانون، پارلماني نظام او جمہوري ارزښتونو ته تر ټولو زیات زیان د تحریک انصاف د بنسټګر د واکمنۍ پر مهال رسېدلی دی، او په خپله ګوند کې هم حقیقي جمہوریت نه لیدل کېږي. نوموړي په طنزیه انداز وویل چې محمود خان اچکزی د تحریک انصاف د غړو ترمنځ ناست عجیبه ښکاري. هغه زیاته کړه چې هېڅ سیاسي ګوند د یوه کس تر سیوري لاندې په دوامداره توګه نه شي چلیدلی او د جمہوري سیاست لپاره زغم، مکالمه او متقابل درناوی اړین دي۔
