پاکستان ۲۴ جون ۲۰۲۶

ځینې وفاقي وزیران د وزیراعظم لپاره ستونزې جوړوي، بلاول بھټو زرداري

اسلام آباد (وېب نیوز) د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بھټو زرداري د قومي اسمبلۍ غونډې ته په وینا کې ویلي چې ځینې وفاقي وزیران د وزیراعظم شهباز شریف د مرستې پر ځای د هغه لپاره ستونزې جوړوي او ښایي د هغوی سیاسي طرز همداسې وي. هغه وویل چې د هېواد اوسني حالات د ټولو سیاسي ګوندونو د یووالي غوښتنه کوي او ځینې د وزیرانو څرګندونې ملي یووالي ته زیان رسوي. بلاول بھټو وویل چې وزیراعظم شهباز شریف د هېواد ستونزو د حل لپاره جدي هڅې کوي او د ستونزو حل یوازې د خبرو اترو او سیاسي مفاهمت له لارې ممکن دی. هغه وړاندیز وکړ چې مولانا فضل الرحمان ته هم د بېلابېلو سیاسي مسایلو د حل لپاره مهم رول ورکړل شي. نوموړي په ټول هېواد کې د بلدیاتي ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې پیاوړی بلدیاتي نظام د جمهوریت بنسټ دی او باید په ټولو صوبو کې لا پیاوړی شي.