لېډز (وېب نیوز) د آی سي سي ویمنز شل اوریز نړیوال جام کې د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلې د ناکامیو لړۍ روانه ده او په پرلهپسې څلورمې لوبې کې یې ماتې وخوړه. د لېډز په لوبغالي کې اسټرالیا لومړی بیټینګ وکړ او په ټاکلو شلو اورونو کې یې د اوو ویکټو په زیان ۱۹۹ منډې جوړې کړې، چې پکې الیس پیري د ۷۱ منډو په جوړولو تر ټولو غوره لوبغاړې وه. د پاکستان له لوري سعدیه اقبال، رامین شمیم او نشرا سندهو دوه ـ دوه ویکټې ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې کپتان فاطمه ثنا یوه ویکټه واخیسته. د ۲۰۰ منډو هدف په تعقیب کې د پاکستان بیټینګ کرښه په بشپړ ډول ناکامه شوه او د منیبه علي له ۳۲ منډو پرته بلې لوبغاړې د پام وړ کارکردګي ونه ښوده. ټوله لوبډله په ۱۳.۴ اورونو کې یوازې په ۸۶ منډو وسوځېده او اسټرالیا پاکستان ته د ۱۱۳ منډو په لوی توپیر ماتې ورکړه. د اسټرالیا له خوا انابیل سدرلېنډ، الیس پیري او سوفي مولینکس دوه ـ دوه ویکټې ترلاسه کړې. پاکستانۍ لوبډله تر اوسه په روان ټورنمنټ کې د بریا له ترلاسه کولو پاتې ده او خپله وروستۍ ګروپي لوبه به د جون په ۲۷مه د نیدرلېنډز پر وړاندې ترسره کړي.
