پاکستان ۲۴ جون ۲۰۲۶

د پاکستان او ایران ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا به په سیمه کې ثبات او همکاري نوره هم پیاوړې کړي، مولانا فضل الرحمان

اسلام آباد (وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د ایران د ولسمشر پاکستان ته د سفر هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د پاکستان او ایران ترمنځ د اړیکو پراختیا به په سیمه کې د ثبات، سولې او دوه اړخیزې همکارۍ د لا پیاوړتیا سبب شي. نوموړي د پارلمان ودانۍ مخې ته خبریالانو ته وویل چې د ایران د ولسمشر سفر د دواړو وروڼو اسلامي هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا او متقابلې همکارۍ د زیاتوالي لپاره مهم ارزښت لري. د ګلګت بلتستان د ټاکنو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل چې دا قضیه اوس هم په محکمه کې تر غور لاندې ده او د دوی ګوند خپل ټول اړوند شواهد محکمې ته سپارلي دي. مولانا فضل الرحمان هیله څرګنده کړه چې محکمه به د قانون او اساسي قانون له مخې پرېکړه وکړي او عدالت به تأمین شي.