اسلام آباد (وېب نیوز) د پاکستان د ملي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق ویلي دي چې سیاسي څوکۍ او منصبونه د تل لپاره نه وي، خو د عزت، درناوي او متقابل احترام اړیکې باید تل وساتل شي. نوموړي د ملي اسمبلۍ غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د نظر اختلاف د جمهوریت برخه ده، خو شخصي احترام او اخلاقي ارزښتونه باید هر وخت خوندي پاتې شي. هغه زیاته کړه چې د سپیکر په توګه یې تل هڅه کړې چې اپوزیسیون ته د خبرو او نظر څرګندولو بشپړ فرصت ورکړي، خو کله ناکله د حقایقو خلاف تاثر وړاندې کېږي. ایاز صادق ټینګار وکړ چې د پارلمان ټول غړي د اساسي قانون او مقرراتو له مخې د خپل نظر څرګندولو حق لري او د جمهوریت د پیاوړتیا لپاره زغم، مکالمه او متقابل درناوی خورا مهم دی۔
