کوټه/ګوادر/لسبېله (ويب ډيسک) په بلوچستان کې د پرمختيايي پروژو، پانګونې، سوداګريزو فعاليتونو او ولسي اسانتياوو په برخه کې مهم پرمختګونه شوي دي. د بلوچستان د چيف سيکرټري شکیل قادر خان په مشرۍ غونډه کې د حب، ګډاني او ګوادر د صنعتي پانګونې، د کارموندنې فرصتونو او اقتصادي ودې پروژو جاج واخيستل شو، په داسې حال کې چې د پاکستان د عوايدو فدرالي ادارې (اېف بي آر) له ايران سره د کارګو د لېږد، ټرانزيټ او کراس سټفنګ لپاره نوی عملياتي ميکانيزم اعلان کړی چې له امله به يې د ګوادر بندر سوداګريزې چارې لا پياوړې شي. بل لور ته د کوټې د سيمه ييز ټرانسپورټ ادارې د ګرین بس د بندېدو اوازې رد کړې او ويلي يې دي چې بس خدمتونه به د معمول له مخې روان وي. همدارنګه په لسبېله کې د ځنګلي لرګيو د لېږد او انتقال پر ضد د ۹۰ ورځنۍ بنديز د عملي کولو لپاره څارنه او عمليات نور هم سخت شوي دي.
