مقامی ۲۵ جون ۲۰۲۶

د بلوچستان په بودجه کې د غیرپرمختیايي لګښتونو ستر زیاتوالی، ګڼو ادارو خپله ځانګړې شوې بودجه هم ونه لګوله

کوټه (ویب نیوز) د بلوچستان د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال د بودجې اسناد ښيي چې د اعلیٰ وزیر سیکرټریټ، پي ډي اېم اې او دفتري لګښتونه په بې ساري ډول زیات شوي، په داسې حال کې چې ګڼو حکومتي ادارو خپلې ځانګړې شوې بودجې هم بشپړې نه دي مصرف کړې. د مالیې وزیر میر شعیب نوشیرواني ویلي، دغه اضافي لګښتونه د امن او امان د خراب وضعیت، د ریډ زون او حساسو حکومتي تاسیساتو د امنیت د پیاوړتیا، د سون توکو، برېښنا او ګاز د بیو لوړېدو او د روژې د ځانګړي مرستندویه پروګرام له مخې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش له امله شوي، او حکومت د مالي نظم، شفافیت او د عامه شتمنیو د اغېزمن استعمال تګلارې ته ژمن دی۔