پاکستان ۳ مئی ۲۰۲۶

رنایي کې د عوامي نیشنل پارټۍ مشران: د وسایلو پر حق حاکمیت پرته د اولس ستونزې نه حل کېږي

هرنایي (پ ر – ورځپاڼه نوې ژوند)د عوامي نیشنل پارټۍ مشرانو ویلي دي چې د طبیعت له لوري ورکړل شوې قیمتي وسایل سره سره، د حق حاکمیت نشتوالي له امله د سیمې خلک د ژوند له بنسټیزو اسانتیاوو او ضروري اړتیاوو څخه محروم دي.د ګوند مشرانو زیاته کړه چې هرنایي، سره له دې چې یو صنعتي او زراعتي سیمه ده، خو نن هم د منځنیو پېړیو انځور وړاندې کوي. دوی وویل تر هغه چې پښتون او بلوچ اولس له خپلو حقیقي ملي سیاسي ګوندونو سره اړیکې پیاوړې نه کړي، د دوی په حالت کې به بدلون رانه شي.دوی ټینګار وکړ چې د فعال او منظم تنظیم پرته له روانو جدي ملي او اقتصادي ستونزو څخه خلاصون ناممکن دی، او دا چې د سیاسي او نظریاتي پختګۍ لرونکي ځوانان کولی شي د ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.د عوامي نیشنل پارټۍ صوبایي ویاند ولي داد میاني، صوبایي ډپټي جنرل سیکرټري نقیب افغان، صوبایي جوائنټ سیکرټري ملک منظور کدیزئی، ضلعي جنرل سیکرټري ملک ظریف ترین، صوبایي کونسل غړي شیخ هادک یار خان مندوخېل او نورو مشرانو دا خبرې د هرنایي بازار کې د پخواني ضلعي صدر عبدالغني ترین په کور کې د یونټ غونډې او همدارنګه سپین تنګي بابیان کوټ علي خان کې د یونټ غونډې پر مهال وکړې.په دې موقع ملک باز خان، عبدالغني ترین، کامران ترین، نقیب پانیزئي، خیرالدین ترین، ملک شکور، سید یوسف شاه، عارف میاني، کلیم الله ترین، ابراهیم دادوزئی او د نورو ضلعي او تحصیلي یونټونو مسؤلین هم موجود وو.مقررینو دا ژمنه وکړه چې له بنسټیزو یونټونو سره اړیکې به نورې هم چټکې کړي او د تنظیم د فعالولو او پیاوړتیا لپاره به ګډه مبارزه جاري ساتي. غونډه کې د تنظیمي فعالیتونو جاج واخیستل شو او د راتلونکي لپاره لایحه عمل هم وټاکل شوه.