تازه خبرونه ۲۸ جون ۲۰۲۶

په هند کې د یوې نیمې میاشتې په موده کې ۲۳ جوماتونه، مدرسې او زیارتونه ونړول شول

اسلام آباد (وېب نیوز): په هند کې د تېرو ۴۵ ورځو پر مهال په بېلابېلو ایالتونو کې ۲۳ جوماتونه، مدرسې، زیارتونه او عیدګاوې د تجاوزاتو د ختمولو او پرمختیايي پروژو په نوم ونړول شول. د بشري حقونو ادارو د قانوني اصولو د نه مراعات کېدو اندېښنه ښودلې، خو هندي چارواکي وایي ټولې چارې د قانون له مخې ترسره شوې دي۔