کراچۍ(ویب نیوز) د کراچۍ یوې محکمې د یلو لاین د اته نیم اربه روپیو د مبینه فساد په قضیه کې د پخواني پروژې مشر ضمیر عباسي جسماني ریمانډ څلور ورځې نور هم وغځاوه. د پلټنې چارواکي وایي یو بل تورن لا هم تښتېدلی او د دوسیې نور اسناد هم تر لاسه کېدونکي دي. محکمې امر کړی چې تورن دې د جولای په لومړۍ نېټه بیا عدالت ته وړاندې شي، په داسې حال کې چې هغه ویلي د پروژې مالي چارې د ورلډ بینک د لارښوونو له مخې ترسره شوې وې.
