کوټه (وېب نيوز): د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو عبدالرحيم زيارتوال او عبدالقهار ودان د موسی خېل د کنګري سيمې د زلزلې له زيانمنو سره خواخوږي څرګنده کړه او ويې ويل چې د وزيراعلیٰ دفتر او پي ډي ايم اې سره په دوامداره تماس کې دي، مرستندويه سامان لېږل شوی او د ټپيانو د درملنې او نورو اسانتياوو لپاره هڅې روانې دي.
