مقامی ۲۸ جون ۲۰۲۶

پښتو: د زيارت پراسپکټ پوائنټ کې ډزې، يو تن وژل شوی او ۵ کسان ټپيان دي

زيارت (وېب نيوز): د بلوچستان د زيارت ولسوالۍ په پراسپکټ پوائنټ کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې يو تن وژل شوی او د درې پوليسو په ګډون پنځه کسان ټپيان شوي دي. له پېښې وروسته د امنيتي ځواکونو او بريدګرو ترمنځ نښته روانه وه او سيمه کلابنده شوې ده.