کوټه (وېب نيوز): د بلوچستان د خوراک وزير حاجي نور محمد خان دمړ د زيارت د پراسپکټ پوائنټ پر تبليغي جماعت د بريد سخته غندنه کړې او ويلي يې دي چې پر بې وسلې او بې ګناه خلکو بريد د ترهګرو د ماتې او وارخطايۍ څرګند ثبوت دی. نوموړي د شهيد کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړه، د ټپيانو د ژر روغتيا دعا يې وکړه او اړوندو ادارو ته يې د غوره درملنې سپارښتنه وکړه، زياته يې کړه چې امنيتي ځواکونو د بريدګرو د نيولو لپاره پلټنيز عمليات پيل کړي دي.
