کوټه (وېب نیوز): د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي عمومي منشي عبدالرحیم زیارتوال او صوبایي مشر عبدالقهار ودان د کنګرۍ تحصیل د زلزلې له امله د ګڼو کسانو د ټپي کېدو او کورونو د زیانمنېدو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړه. هغوی وویل چې ګوند له وزیراعلیٰ هاوس او پي ډي اېم اې سره په دوامداره اړیکه کې دی څو زیانمنو ته ژر تر ژره مرستې او طبي اسانتیاوې ورسول شي، او د زلزلې له ټولو اغېزمنو کورنیو سره یې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
