زیارت (وېب نیوز): د بلوچستان د سیاحتي ولسوالۍ زیارت په پراسپیکټ پواینټ کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې یو کس وژل شوی او درې پولیس سرتېري په ګډون پنځه کسان ټپیان شوي دي. د پېښې وروسته د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته روانه وه او ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.
