اسلام آباد (وېب نیوز): د سند ایالت لوړپوړي وزیر شرجیل مېمن ویلي، پیپلز ګوند د بیان او رسنیو پر ازادۍ باور لري او هېڅکله یې له کومې رسنۍ سره شخړه نه ده کړې. هغه وویل، د سند حکومت د خبریالانو د خوندیتوب قانون، د مصنوعي ځیرکتیا پروژې او فلمي پروګرامونه پیل کړي او د منفي تبلیغاتو باوجود د سند مثبت انځور نړۍ ته وړاندې کوي۔
