مقامی ۲۸ جون ۲۰۲۶

په مستونګ کې د امنیتي ځواکونو ستر عملیات، ۴ وسله وال ووژل شول او ځانمرګي ځان والوزاوه

مستونګ (ویب نیوز): د مستونګ د کلي پده په سیمه کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال څلور وسله وال وژلي، په داسې حال کې چې یو شکمن ځانمرګي بریدګر ځان ته چاودنه ورکړه. له سیمې څخه د چاودېدونکو توکو، اته ماینونه، وسلې او د موټربم جوړولو لپاره کارېدونکي دوه موټر هم ترلاسه شوي او د سیمې د لټون عملیات بشپړ شوي دي.