کوټه (ویب نیوز): د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاالله لانګو د کابل جان هوټل د مالک محمد هاشم نورزي د وژنې پېښې نوټس اخیستی او اړوندو چارواکو ته یې د ۲۴ ساعتونو دننه د راپور وړاندې کولو امر کړی دی. د هغه په وینا، د پېښې عاملین به ژر ونیول شي، رڼې پلټنې به ترسره شي او حکومت به د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره ټول لازم اقدامات وکړي.
