سنجاوي (وېب نیوز): د آل سنجاوي وچ وني د ښاروالۍ د رئيس حاجي خان محمد دومړ کرکټ ټورنمنټ پايلوبه کې پرېس باچا خان کلب د اېس اېس ډي کلب ته په ۸ ويکټو ماتې ورکړه او د ټورنمنټ اتلولي يې خپله کړه. ګټونکې لوبډلې ته موټرسايکل او دويم مقام ګټونکې لوبډلې ته ۳۰ زره روپۍ نغدي، ټرافيانې او نورې جايزې ورکړل شوې. د اختتامي مراسمو ويناوالو وويل چې سپورټ د ځوانانو لپاره سالمې او مثبتې هلې ځلې رامنځته کوي، يووالی او نظم پياوړی کوي، او د لوبو د ودې لپاره به خپل بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي.
