خضدار (وېب نیوز): د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ د کرخ په سيمه کې نامعلومو وسله والو د ترهګرۍ ضد ځواک (اې ټي اېف) پر ډلې بريد کړی، چې له امله يې د اېس اېچ او په ګډون دوه امنيتي سرتېري ټپيان شوي دي. د بريد وروسته د امنيتي ځواکونو او بريدګرو ترمنځ سخته ډزې وشوې، بريدګر خپل ټپيان له ځان سره يوړل او وتښتېدل. امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې، د لټون عمليات يې پيل کړي او د پېښې پلټنې روانې دي.
