مقامی ۲۸ جون ۲۰۲۶

په خاران او مستونګ کې د امنيتي ځواکونو بريالي عمليات، د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو به جګړه روانه وي، مير سرفراز بګټی

کوټه (وېب نیوز): د بلوچستان وزيراعلیٰ مير سرفراز بګټي په خاران او مستونګ کې د امنيتي ځواکونو د برياليو استخباراتي عملياتو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې په دغو عملياتو کې اته ترهګر، چې يو ځانمرګی بريدګر هم پکې شامل و، وژل شوي دي. نوموړي وويل چې د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو پورې به حکومت، پاکستان پوځ، اېف سي، پوليس او نور امنيتي ادارې په ګډه عملياتو ته دوام ورکوي او د بلوچستان د امن پر ضد هره دښمنانه هڅه به شنډه کړي.