تازه خبرونه ۲۸ جون ۲۰۲۶

د پښتونخوا نېپ او جمعیت علماء اسلام مهمه لیدنه، د بلوچستان د امنیتي او سیاسي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده شوه

کوټه (وېب نیوز) د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د مشر مرستیال رضا محمد رضا په مشرۍ د ګوند لوړپوړي پلاوي د جمعیت علماء اسلام د بلوچستان له صوبایي امیر مولانا عبدالواسع سره مهمه لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د بلوچستان، پښتون وطن او ټول هېواد پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت، د ترهګرۍ پېښو، هدفي وژنو، پر لویو لارو د جرمونو زیاتوالي، ناقانونه قبضو او اداري بحران په اړه تفصیلي خبرې وشوې. د دواړو ګوندونو مشرانو د خرابېدونکي امنیتي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې حکومت د خلکو د سر او مال په ساتنه او د دولت د واکمنۍ په ټینګښت کې پاتې راغلی دی. هغوی ټینګار وکړ چې د صوبې د ستونزو د حل، د تلپاتې سولې او ثبات د رامنځته کولو او د ولس د حقونو د خوندي کولو لپاره به د سیاسي او ولسي ځواکونو ترمنځ مشورې او ګډې هلې ځلې لا پیاوړې او دوامدارې شي.