مقامی ۲۸ جون ۲۰۲۶

د زیارت په پروسپکټ پوائنټ برید پر ضد د ټولو ګوندونو ستر احتجاجي لاریون، د بریدګرو د ژر نیولو غوښتنه

کوټه (وېب نیوز) د زیارت په پروسپکټ پوائنټ کې د شوي ترهګریز برید پر ضد د ټولو سیاسي ګوندونو په ګډون یو ستر احتجاجي لاریون ترسره شو، چې پکې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو، ټولنیزو سازمانونو او د سیمې ګڼ شمېر خلکو ګډون وکړ. په لاریون کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جمعیت علماء اسلام، پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند او نورو سیاسي ګوندونو مشرانو او فعالانو د ترهګرۍ پر ضد شعارونه ورکړل او دغه برید یې په کلکو ټکو وغانده. ویناوالو وویل چې ترهګر به هېڅکله د خلکو اراده کمزورې نه کړي او د بلوچستان د تلپاتې سولې او ثبات لپاره ټولې سیاسي او ولسي قوې یو موټی ولاړې دي. هغوی له حکومت څخه وغوښتل چې د برید عاملین دې ژر تر ژره ونیول شي او د قانون له مخې دې سخته سزا ورکړل شي. د لاریون په پای کې د شهیدانو د لوړو درجو، د ټپیانو د ژر رغېدو او په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره ځانګړې دعا هم وشوه.