مقامی ۲۸ جون ۲۰۲۶

د بلوچستان د کورنيو چارو وزير ضياء الله لانګو د کوټې نه کراچۍ ته تلونکې کورنۍ باندې د بريد سخت نوټس واخيست

کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير ضياء الله لانګو د کوټې نه کراچۍ ته تلونکې پر يوې کورنۍ د بريد پېښې سخت نوټس اخيستی او اړوندو چارواکو څخه يې سمدستي راپور غوښتی دی. نوموړي په خپل بيان کې وويل چې پر بې ګناه او معصومو خلکو بريد کول د انسانيت پر ضد ستر جرم دی، او د وړو ماشومانو مخې ته د هغوی د پلار وژل هېڅکله هم زړورتيا او مېړانه نه بلل کېږي. وزير د امنيتي ادارو ته لارښوونه وکړه چې د پېښې په عاملينو دې سمدستي او اغېزمن اقدامات وکړي او ويې ويل چې د ولس د سر او مال ساتنه د حکومت لومړيتوب دی او ټول مسؤل کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي. هغه زياته کړه چې له اغېزمنې کورنۍ سره به هر ډول ممکنه مرسته کېږي، او په بريد کې ټپي شوې مېرمنې ته په کراچۍ کې غوره طبي اسانتياوې برابرې شوې دي. مير ضياء الله لانګو وويل چې پر مېلمنو دا ډول بريد د بلوچستان د مېلمه پالنې، دودونو او ارزښتونو خلاف عمل دی، او حکومت به د دې پېښې عاملين د قانون منګولو ته راولي او عدالت ته به يې وسپاري.