تفتان (وېب نيوز) د پاکستان او ایران ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې یو مهم پرمختګ شوی، چې له مخې یې د پاکستان فېډرل بورډ آف رېوېنیو (اېف بي آر) د تفتان سرحدي رېلوې سټېشن د وارداتو او صادراتو لپاره د ځمکنۍ ګمرک سټېشن په توګه اعلان کړی دی. د دې پرېکړې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د رېل له لارې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد اسانه، چټک او د لږ لګښت سره ترسره شي، او قانوني سوداګري به هم نوره پراخه شي. د ايران دولتي خبري اژانس ارنا د راپور له مخې، په تفتان رېلوې سټېشن کې به د بارولو، کوزولو، ګمرکي تصفیې او د وارداتو او صادراتو ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شي. چارواکي وايي، دواړه هېوادونه هوډ لري چې د خپلو دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو حجم ۵ میلیارده ډالرو ته لوړ کړي او دا ګام به د دغه هدف په ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي.
