کوټه (وېب نیوز) د پاکستان د پلان جوړونې وفاقي وزیر احسن اقبال ویلي، یو نااهله کس د هېواد د پرمختګ سفر ودراوه او پاکستان یې د تباهۍ تر غاړې ورساوه. هغه په لاهور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند په رامنځته کېدو کې پاکستان مهمه ډیپلوماتیکه ونډه ترسره کړې، او که اوربند نه وای شوی، نړۍ به له سخت اقتصادي بحران سره مخ شوې وای. احسن اقبال وویل، وزیراعظم او فیلډ مارشل په بریالۍ ډیپلوماسۍ سره تاریخي بریا ترلاسه کړه او د همدې هڅو له امله اوربند ممکن شو. هغه زیاته کړه چې په سیمه کې تلپاتې سوله د پرمختګ او سوکالۍ ضمانت دی، او پاکستان د دفاعي بریا ترڅنګ په ډیپلوماتیک ډګر کې هم مهمه کامیابي ترلاسه کړې ده.
