پاکستان ۲۸ جون ۲۰۲۶

د ۲۸م آئیني بدلون په اړه تر اوسه هېڅ رسمي وړاندیز نه دی مخې ته راغلی، نیر بخاري

کوټه (وېب نیوز) د پاکستان پیپلز ګوند عمومي منشي نیر حسین بخاري ویلي، د ۲۸م آئیني بدلون په اړه تر اوسه هېڅ رسمي مسوده یا وړاندیز نه دی وړاندې شوی. هغه په اسلام‌آباد کې په خپره شوې اعلامیه کې وویل، پیپلز ګوند د بودجې په جوړولو کې د مسلم لیګ (ن) له حکومت سره همکاري کړې، خو د دواړو ګوندونو سیاسي تګلارې جلا دي. نوموړي وویل، بلاول بوټو زرداري خپل دریځ د زمکنیو حقایقو په رڼا کې څرګند کړی او ولس ته باید د بلدیاتي ټاکنو له لارې د هغوی حقونه ورکړل شي. نیر بخاري زیاته کړه چې صوبو له خپلو سرچینو څخه وفاق ته مالي مرسته ورکړې، نو د صوبایي خپلواکۍ په چارو کې باید هېڅوک لاسوهنه ونه کړي. هغه وویل، په کراچۍ کې پیپلز ګوند بلدیاتي ټاکنې ګټلې، ایم کیو ایم په ټاکنو کې برخه نه وه اخیستې، او جماعت اسلامي هغه وخت د ښاروالۍ حق لرلای شوای چې ولس ورته رایه ورکړې وای، نو ایم کیو ایم او جماعت اسلامي دې زغم وکړي او د بلدیاتي نظام د روان ساتلو ملاتړ وکړي.