کوټه (وېب نیوز) د ایران ستر مشر مجتبی خامنهاي ویلي، د ایراني مشرانو او ملکي وګړو د وژنو په تړاو به سیمهییزو او نړیوالو محکمو ته مراجعه وشي، ځکه د هر وژل شوي کس قضیه د زرګونو حقوقي دوسیو ارزښت لري. هغه د قضایي چارواکو غونډې او په اېکس ټولنیزه پاڼه کې په خپل پیغام کې وویل، له نویو زیږېدلو ماشومانو تر سپینږیرو او لوړپوړو ایراني مشرانو پورې په بریدونو کې وژل شوي، او د ځینو امریکایي او اسرائیلي چارواکو څرګندونې د دغو پېښو مهم حقوقي شواهد بلل کېدای شي. مجتبی خامنهاي قضایي ادارو ته لارښوونه وکړه چې د امریکا او اسرائیلو پر ضد د جنګي جرمونو او ایران ته د اوښتو مالي او ځاني زیانونو په اړه په کورنیو او نړیوالو محکمو کې اغېزمن قانوني اقدامات ترسره کړي. هغه وویل، د ۲۰۲۵ کال د جون او د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ د بریدونو پر بنسټ سلګونه، بلکې زرګونه حقوقي دوسیې جوړېدای شي، او د قربانیانو د حقونو د خوندي کولو لپاره به ټول قانوني اقدامات ترسره شي. نوموړي زیاته کړه چې د قضایي نظام دنده یوازې د انفرادي قضیو څېړل نه دي، بلکې د ولسي حقونو ساتنه، د عدالت تأمین، د قانون واکمني، د فساد مخنیوی او د ملي ګټو دفاع هم د عدلیې مهم مسؤلیتونه دي.
