تازه خبرونه ۲۸ جون ۲۰۲۶

ټي ۲۰ سیریز ایرلنډ هند ته وایټ واش ورکړ، دوهمه لوبه یې په یو منډه وګټله

کوټه (وېب نیوز) ایرلنډ د شل اوریزو سیالیو په دوهمه لوبه کې هند ته د یوې منډې په توپیر ماتې ورکړه او د دوو لوبو لړۍ یې ۲-۰ سره په خپل نوم کړه. کوربه لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه او د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۵۴ منډې جوړې کړې، چې پکې هیري ټیکټر ۵۳ او بین کالیټز ۳۷ منډې وکړې. په ځواب کې د هند لوبډله د ۲۰ اورونو په پای کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۵۳ منډې جوړې کړې. د تلک ورما نیمه سلیزه او د هرشت رانا ۲۰ منډې هم هند له ماتې وژغورلای نه شوې، په داسې حال کې چې د ایرلنډ میټ هولارډ او جې مونډرا درې، درې ویکټې واخیستې او خپلې لوبډلې ته یې تاریخي بریا ورپه برخه کړه.