تازه خبرونه ۲۸ جون ۲۰۲۶

په موسیٰ خېل کې د زلزلې له امله ۱۲۵ کورونه زیانمن، ۱۹ کسان ټپیان، مرستندویه چارې روانې دي پي ډي اېم اې

کوټه (وېب نیوز) په بلوچستان کې د وروستي زلزلې له امله د صوبایي ناورینونو د مدیریت ادارې (پي ډي اېم اې) د زیانونو راپور خپور کړی دی. د راپور له مخې، د موسیٰ خېل ولسوالۍ کې ۱۲۵ کورونه زیانمن شوي او ۱۹ کسان ټپیان شوي دي. پي ډي اېم اې ویلي چې د کنګري تحصیل په اغېزمنو سیمو کې د مرستې چارې په چټکۍ سره روانې دي، د ټپیانو د درملنې لپاره طبي کېمپونه جوړ شوي او اغېزمنو کورنیو ته خېمې، بسترې او نور اړین مرستندویه توکي وېشل کېږي. سربېره پر دې، سولري څراغونه، د ګاز سلنډرونه، چټایانې او د مچانو جالۍ هم اغېزمنو کسانو ته ورکول کېږي. پي ډي اېم اې او ضلعي اداره د وضعیت پرله‌پسې څارنه کوي او د زیانونو د بشپړې ارزونې لپاره تفصیلي سروې هم روانه ده. بلخوا کارپوهان وایي، په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې شپږ منځنۍ کچې زلزلې ثبت شوې دي. د هغوی په وینا، وروستي زلزلې د ځمکې لاندې د ټیکټونیکي پلیټونو د پرله‌پسې خوځښت پایله ده، او د نړۍ په نورو برخو، په ځانګړي ډول وینزویلا کې د لویو زلزلو له امله رامنځته شوې د ځمکې لاندې انرژۍ څپې هم لرې پرتو پلیټونو اغېزمنولای شي.