مقامی ۲۸ جون ۲۰۲۶

د کابل جان هوټل د مالک هاشم خان نورزئي د وژنې سخته غندنه، خوشحال خان کاکړ د کورنۍ سره غمشریکي او فاتحه وکړه

کوټه (وېب نیوز) د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشر او د قومي اسمبلۍ غړي خوشحال خان کاکړ د نومیالي سوداګر، ټولنیز شخصیت او د کابل جان هوټل د مالک شهید هاشم خان نورزي وژنه په سختو ټکو وغندله او دا یې د امن او نظم د خراب وضعیت څرګندونه وبلله. هغه د شهید کور ته ورغی، له کورنۍ سره یې غمشریکي او فاتحه وکړه او ویې ویل چې په صوبه کې هدفي وژنې، تښتونې او د ناامنۍ پېښې ورځ تر بلې زیاتېږي. نوموړي وویل حکومت د خلکو د سر او مال په ساتنه کې پاتې راغلی، نو اړینه ده چې د پېښې هر اړخیزې او شفافې پلټنې وشي، قاتلان او د هغوی مرسته کوونکي ژر تر ژره ونیول شي او د قانون له مخې سزا ورکړل شي، ترڅو د خلکو پر عدالتي او امنیتي ادارو باور بېرته ټینګ شي.