کوټه (وېب نیوز) پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د دښت د خنډ په سیمه کې له کراچۍ څخه راغلې پر یوې سیلاني کورنۍ د ډزو پېښه په سختو ټکو غندلې او دا یې په صوبه کې د خراب امنیتي وضعیت او د حکومت د ناکامۍ څرګند ثبوت بللی دی. د ګوند په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه برید کې د کورنۍ مشر علي جمیل وژل شوی، یوه مېرمن ټپي شوې او دوه ماشومان خوندي پاتې شوي دي. ګوند ویلي، که د ګوګل مېپس په لارښوونه سفر کوونکي هم خوندي نه وي، نو دا د امنیتي ادارو پر فعالیت جدي پوښتنې راپورته کوي. په بیان کې غوښتنه شوې چې د پېښې هر اړخیزې، شفافې او بې پرې پلټنې دې وشي، عاملین دې ژر تر ژره ونیول شي، پر ملي لویو لارو دې امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي شي او د خلکو د سر او مال ساتنه دې په عملي توګه یقیني کړل شي. ګوند د وژل شوي علي جمیل له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپي شوې مېرمنې د ژر روغتیا دعا یې کړې ده.
