کوټه (وېب نیوز) په کراچۍ کې د پاکستان رینجرز سند کمپ باندې د برید په تړاو ټپي نیول شوي یوه شکمن وسله وال د پلټنو پر مهال مهم انکشافات کړي دي. نوموړي ادعا کړې چې د افغانستان د جلال آباد اوسېدونکی دی او له درېیو نورو کسانو سره پاکستان ته راغلی و. د هغه په وینا، په برید کې یو ملګری وژل شوی او په برید کې کارېدلې وسلې له وزیرستان څخه راوړل شوې وې. هغه دا هم ویلي چې له برید مخکې په یوه نیمه جوړه ودانۍ کې ساتل کېدل او د رینجرز پر کمپ د برید لارښوونې ورته شوې وې. نوموړي دا ادعا هم کړې چې پاکستان ته له راتګ وروسته ورته د رینجرز په اړه ځانګړې نظریاتي خبرې شوې وې. امنیتي ادارې د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې ساتلې دي.
