پاکستان ۲۸ جون ۲۰۲۶

حکومتي ګوندونه ولس ته د تلو جرئت نه لري، مولانا فضل الرحمان

کوټه (وېب نیوز) د جمعیت علماء اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان ویلي چې حکومتي ګوندونه ولس ته د تلو جرئت نه لري. نوموړي د جې یو آی د راولپنډۍ ډویژن د مسؤلینو غونډې ته د وینا پر مهال وویل، په داسې حالاتو کې چې هېواد له ناامنۍ سره مخ دی، ولسي غونډې د سولې غوښتونکو خلکو مورال لوړوي. هغه زیاته کړه چې ولسي غونډې د ملت د ژوند نښه او د سولې د دښمنانو د مورال ماتولو سبب ګرځي، خو حکومتي ګوندونه د ولس ترمنځ د تګ جرئت نه لري.