کوټه (وېب نیوز) د پاکستان د وزیراعظم د سیاسي چارو سلاکار رانا ثناءالله ویلي، هره سیاسي ډله غواړي چې یوازې حکومت جوړ کړي، خو د سیاسي حالاتو له امله اکثره وخت د اتحاد کولو اړتیا رامنځته کېږي. هغه وویل، د بلاول بوټو له خوا د خواجه آصف پر بیان نیوکه د هغه سیاسي دریځ دی، او د خواجه آصف څرګندونې د هغه شخصي نظر کېدای شي. رانا ثناءالله زیاته کړه چې په پنجاب او اسلاماباد کې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله بلدیاتي ټاکنې ترسره نه شوې. بل لور ته د پاکستان پیپلز ګوند مشر قمر زمان کایره وویل، ایتلافي ګوندونه به خپل اختلافات دومره نه غځوي چې د نظام د کمزوري کېدو لامل شي. هغه وویل، د آزاد کشمیر د ټاکنو د ځنډولو وړاندیز شوی و، خو حکومت ونه مانه، او د کالعدم ایکشن کمېټې زیاتره غوښتنې منل شوې دي.
