کوټه (ويب ډيسک) د ينګ ډاکټرز اېسوسي اېشن بلوچستان تر سيوري لاندې د جنرل باډۍ غونډه او د لوړې مراسم ترسره شول چې پکې د بلوچستان له بېلابېلو سيمو ګڼ شمېر ډاکټرانو ګډون وکړ۔ غونډې ته د سپريم کونسل چيئرمين ډاکټر ياسر اڅکزي وينا وکړه او د تنظيم د جوړښت، موخو او انتخاباتو په اړه يې تفصيلي معلومات وړاندې کړل۔ غونډه کې نوې منتخبې مرکزي کابينې ته مبارکي وويل شوه او د شفافو انتخاباتو ستاينه وشوه۔ د غونډې ګډونوالو د تنظيم د اصلاحاتو، فعاليت او پياوړتيا لپاره د سپريم کونسل رول تاييد کړ۔ پخواني صدر ډاکټر کليم الله کاکړ د خپلې دورې کارکردګي وړاندې کړه او د ډاکټرانو د ستونزو د حل لپاره ترسره شوې هلې ځلې يې بيان کړې۔ وروسته وائس چيئرمين ډاکټر بهار شاه له نوې کابینې لوړه واخيسته۔ نوي صدر ډاکټر حی بلوچ وويل چې د ډاکټرانو باور پر دوی لوی مسؤليت اچولی او دوی به د ډاکټرانو د حقونو لپاره مبارزه جاري ساتي۔ هغه د بلوچستان حکومت څخه د بې روزګاره ډاکټرانو، په ځانګړي ډول د لېډي ميډيکل افسرانو او ډينټل سرجنانو د ژر ګمارنې غوښتنه وکړه او خبرداری يې ورکړ چې که غوښتنې ونه منل شي نو احتجاج به وکړي۔
